یوازې اداري فساد ، که د جنګي مجرمینو په اړه هم مبارزه ؟
مرادزی مرادزی

 د باختر اژانس د خبریال د رپوټ له مخې ، په هغه ګډه غونډه کې چې د لړم د میاشتې په ۲۵ مه ، د سترې محکمې مشر پوهاند عبد السلام عظیمي ، د عدلیي وزیر محمد سرور دانش ، د نیشه يي توکو وزیر ډګرجنرال خدایداد ، لوی څارنوال محمد اسحاق الکو ، د ملي امنیت عمومي رییس امر الله صالح ، په کابل کې د انګلیستان سفیر مارک سیدویل او د امریکې سفیر کارل ایکن بیري په ګډون وشوه ، د کورنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر وویل چې د جرمونو سره د مبارزې اداره د امنیتي ، کشفي او عدلي بنسټونو د نوښت له مخې یو کال مخکې ترلاس لاندې نېول شوې وه .

اتمر د اداري فساد په وړاندې د افغانانو په هڅو کې د یو نوی څپرکی پرانیستل په ګوته کړل . د سترې محکمې مشر اداري فساد یوه کرغېړنه ښکارنده « پدیده » وګڼله . د عمومي امنیت مشر د فساد په وړاندې ددې اداري جوړېدل ګټور وبلل . عدليي وزیر هم د نوي حکومت په راتګ سره د اداري فساد په وړاندې د هڅو په ټينګار خبره وکړه .

همدارنګه په دې ګډه غونډه کې د انګریز او امریکې سفیرانو د افغانستان د دولت له مشرتابه څخه د اداري فساد ضد هڅو د غوښتنې ترڅنګ زیاته کړه چې د دوی دولتونه به د افغانستان له نوي دولت څخه په دې برخه کې ننګه وکړي . 

که په غونډه کې د یادو شویو ویناوالو او د چارو مسولینو څرګندونو ته ځیر شو له خبرو ښکاري په دې غونډه کې د انتقالي عدالت او د جنګي مجرمینو سره د چلند په اړه څرګندونې نه لېدل کیږي !

پوښتنه دا ده ، چې ایا دغه اداره به یوازې د اداري فساد په وړاندې هلې ځلې کوي ، هغه هم له ۲۰۰۱ کال روسته ؟ هغه جنګي جنایتونه چې د ۱۹۹۲ ــ ۱۹۹۶ کلونو ترمنځ د جهادي تنظیمونو په لاس په کابل اود افغانستان په نورو برخو کې شوي اویا له دغو کلونو مخکې او روسته د نورو په لاس تر سره شوې ، له هغو سره به دغه اداره څه کوي ؟

ایا یوازې د اداري فساد ضد هڅو کې « د جنګي مجرمینو خبره خو لا پریږده » هم کرزی به داځل په ریښتیني ودریږي او که دتېر پشان به هسې تبلیغاتي شورماشور جوړوي او د نوي ، لوی او ورانوونکي فساد لپاره به لاره اواروي ؟

ایا په اداري فساد د ککړو یو څو دویم لاسو او دریم لاسو کسانو نېول او مجازات به ، د افغان ملت د سترګو تورولو په موخه نه وي ، چې د اصلي جنګي مجرمینو او د فساد او مافیا لوی او ریښتیني عاملان د ملت له سترګو پټ او خوندي کړي او د افغانانو په وړاندې د هغوی پل د تل لپاره ورک کړي ؟

ایا نوی دولت به د کرزی په مشرۍ د هغې پریکړې په اړه چې وړم کال په ولسي جرګه کې د بېلا بېلو ټوپکمارو او جګړمارو ترمنځ وشوه او بېله دې چې په دې اړه د ملت اندیښنو ته پاملرنه وشي  ټوپکمارو پخپل سر یوبل وبخښه او کرزي پرې هم لومړی د چوپتیا اوروسته د هوکړې مهر وواهه ، له سره بیا کتنه وکړي  ؟

ایا د فساد په ضد هڅې به چې انګریزان او امریکایان يي د ملاتړ خبرې کوي یوازې د کرزي پرشاوخوا د راټولو ډاکوانو په اړه وي او که د نظارشورا او جمعیت ډاکوانو ته به هم غځيږي چې نن ــ سبا  د امریکا او انګریزانو نوی یاران دي ؟

د کرزي د واکمنۍ په تېر اته کلن پير کې له ډېرو نادودو څخه چې افغان ولس يي زیات ځورولی ، یوه نه بخښوونکې نادوده داهم وه چې نوموړي حکومت  افغانانو سره د جنګي مجرمینو او اداري غلو په اړه  ټوکې ټکالې کړی ، ملنډې يي وهلي او افغانان يي په دې برخه کې دوکه کړي دي !  

عبدالجبار ثابت پخواني لوی څارنوال په ۱۳۸۶ لمریز کال په افغانستان کې د کرزي په مټ د فساد په ضد جهاد اعلان کړ ، خو کله چې هغه په دې اړه د څو کسانو نومونه واخیستل ، جهاد يي شنډ شو او په بېخوندۍ له دندې وشړل شو . ذبیح الله عصمتي د اداري فساد سره د مبارزې د ریاست مشر هم په ۱۳۸۶ لمریز کال کې کله چې په ځينو دولتي ادارو کې يي له فساد څخه خبرې پیل کړې ، هڅو يي کوم ځای ونه نېوه  او غږ يي په ستوني کې وچ کړی شو .

یوه خبره چې نوی دولت يي باید په ښي غوږ کې ونیسي ، د جنګي مجرمینو او اداري فساد سره د مبارزې په اړه ، یوخوا د خبرو او ژمنو او بلخوا د هغو د پلي کولو په اړه د دولت چلند دی . افغانان د بل هرڅه په نسبت ددې خبرې په وړاندې زیات حساس دي او دولت ته نه ښايي په دې اړه یو واربیا له افغان ولس سره دوکه وکړي !

کله چې دولت د اداري فساد په ضد غږیږي ، افغان ولس له دولته د جنګي مجرمینو پوښتنه هم راولاړوي :

د دارالامان قصر چې د افغانستان د خپلواکۍ د یوه سمبول پتوګه افغانانو ته ارزښت لري د ورانۍ او ویجاړۍ مسولین څوک دي ؟ د کابلښار د کنډر او ورانۍ او د ۷۰۰۰۰ کابلیانو د ټولوژنې عاملین ولې په دولت کې خونړۍ او خړې سترګې ناست دي ؟

د کابل موزیم او کابل ارشیف غله ولې بیا هم په حکومت کې واکداران دي ؟

پخواني رژیم څخه پاتې شوي الوتکې او ټانکونو څه شول ، چا په کومو هېوادونو پلورلې ، ایا عاملین يي همدا اوس په حکومت کې غوړه ونډه نلري ، ملت له دوی خپلې الوتکې او ټانکونه غواړي !

د جنګلک فابریکه ، د کابل سیلو ، د ننګرهارکانال او نورې ډيپو ګانې ، د کابل ــ جلال اباد په لار د خلکو شخصي فابریکې او شتمنۍ او د هېواد په کچه دولتي ، عامه او شخصي شتمنۍ دغو کسانو چې په دولت کې وزیر ، د پارلمان غړي او په نورو لوړو دولتي مقامونو کې خوندي ناست دي ، لوټ او چورکړي ، ملت  له دوی څخه خپله شتمني غواړي !

نظارشورا او جمعیت چې مسول کسان یې معلوم دي ، له درېیو وارو زیات  د کابل شهزاده سرای لوټ کړي او د خلکو شخصي شتمنۍ يي چور کړي دي ، له عاملینو يي باید پوښتنه وشي !

 د شېرپور « چورپور » د دولتي ځمکو  پرناقانونه ویش باید له سره غور وشي  او چوروونکو يي محاکمه شي !

د غلا او چور دا لیست خورا اوږد او عاملین بیخي ښکاره او څرګند دي ، اوس یو ملي دولت پکار دی چې دغه تباکاران د قانون منګولو ته راکش او محاکمه کړي .

ولسمشرکرزی باید د لوړې د مراسمو په وینا کې چې د لړم په ۲۸ مه به يي ترسره کړي له فساد سره د مبارزې او د ښې حکومتي ادارې د جوړولو لپاره د کلکو اقداماتو په باب ژمنې ورکړي .

تر څو چې افغان دولت قاتلینو او مجرمینو ته  وړ او مناسبه جزا ور نکړي ، تر څو چې دغه غله او ډاکوان  د زندان پرځای بیا هم پر دولتي لوړو چوکیو ناست وي او تر څو چې دولت په دې اړه د شف شف پرځای روښانه او څرګنده تګلار غوره او پلې نکړې ، تر هغو به په هېواد کې سوله او امن رانشي ، تر هغو به د افغان ولس سره نوې ژمنې خوشې خبرې او پر یخ لیکل وي !

د هغې ورځې په تمه چې ډاکوان د پارلمان او وزارتونو په ځای ، په لوېدیځ او دوبۍ کې د افغانانو د سرونو د سوداګرۍ په ځای او د پردیو جاسوسي کړیو ته د چوپړ پرځای د زندان د تورو تمبو ترشا واچول شي او افغان ولس يي له شر څخه د تل لپاره وژغورل شي !

امین یا رب العالمین !

اخځونه :                     

بېلا بېلې بریښپاڼې

د ۲۰۰۹ کال د نومبر ۱۸  مه      


November 18th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات